امنیت

د تخار په مرکز او کوکچې شا وخوا اتو ولسوالیو کې امنیتي کمېسیون جوړ شو

کابل/ د مرغومي ٥ مه / باختر:
د تخار ولايت او د کوکچې شاوخوا ٨ ولسواليو کې نن د خواجه بهاءالدين په ولسوالۍ کې امنيتي کمېسون پرانيستل شو.
د تخار د سرحدي لوا قوماندان او د ولایت په کچه د امنیتي کمېسیون غړي قاري امین الله طیب د امنيتي کمېسيون د جوړولوموخه د بېلابېلو امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د امنیتي ځواکونو پیاوړي کول، د مجرمینو نیول، د اسلامي امارت د ځواکونو د خپلسرو کړنومخنیوی او د حکومت د مخالفينو ځپل وباله.
له بلې خوا د تخار د استخباراتو رييس عتيق الله بهيج وويل؛ په ولسواليو کې امنيتي کمېسيون مسووليت لري چې د ټولو امنیتي پېښو راپور د ولایت په کچه امنیتي کمېسیون ته په وخت سره د څیړنې لپاره وړاندې کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته