ټولنه

په بغلان کې د څښاک اوبو د شلو څاګانو د کیندنې کار پیل شو

کابل /دمرغومي ۱۶مه /باختر
د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار او د دغه ولایت د مرکزي بغلان او دوشي په ولسوالیو کې د څښاک د شلو څاګانو د کیندنې کار نن پیل شو.
د بغلان د والي ویاند انجنیر صبغت الله عمري د باختآژانس خبریال ته وویل چې د او.ار.سی.ډي موسسې د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د ۱۵زرو امریکایي ډالرو په لګښت ۲۰نیمه ژورې څاګانې کیندي.
د هغه د څرګندونو له مخې، د دغوڅاګانو د کار په بشپړېدو سره څه د پاسه ۴۰۰کورنیو ستونزې لرې کیږي.
د بغلان د اقتصاد ریییس صدیق الله شینواري د او.ار.سی.ډي موسسې له همیشنیو همکاریو مننه وکړه او په دغه ولایت کې له نورو مرستندویو موسسو وغوښتل چې د بغلان د پرمختګ او د څښاک اوبو ته د خلکو د لاسرسي په خاطر په دغه ولایت کې زیاتې پروژې تطبیقې کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسد الله مصطفی هاشمي د پرمختیایي پروژو تطبیقول او د څښاک روغتیایي اوبو ته د خلکو لاسرسی مهم او اساسي وباله.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته