خبرونهاقتصادTOP

د “ترانس افغان” اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار پيل شوى دى

کابل، د چنګاښ٢٩مه، باختر
د پاکستان يو جګپوړي ديپلومات اعلام کړى دى چې ” د ترانس افغان” د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار چې د ازبکستان ترمز د کابل له لارې له پيښور سره نښلوي پيل شوى دى.
پاکستاني رسنيو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د معين او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانکړي استازي محمد صادق خان له خولې اعلام کړى دى چي ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ترمز او پيښور ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو په اړه د “ترانس افغان” د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو عملي کار پيل کړى دى.
د ( ترمز- مزارشريف ، کابل – پيښور) د اوسپنې پټلۍ د طرحې اټکلي لګښت ٥ ميليارده ډالره دى.
د اوسپنې دغه پټلۍ د٦٠٠ کيلومترو په اوږدوالي د پاکستان اصلي بندرونو ته د مرکزي اسيا د هيوادونو د لاسرسي زمينه برابروي چې د سيمه ييزو اړيکو او سوداګرۍ د پراختيا سبب کېږي.
د دغې طرحې په بشپړ اجرا کولو سره له پاکستان څخه ازبکستان ته د مالونو لېږد رالېږد د ٣٥ ورځو پر ځاى کابو ٥ ورځي وخت نيسي او د يو کانيتنر د ليږدونې لګښت درې برابره کموي په عين حال د اټکلونو له مخې په دې تګلوري کې د ليږد راليږد حجم١٠ميليونو ټنو ته رسېږي .
مخکې له دې د ازبکستان جمهور رييس شوکت ميرضيايف پاکستان ته د مارچ په ٣مه او ٤مه په خپل سفر کې د دې طرحې پر ځانګړي ارزښت ټينګار کړى دى.
د ازبکستان جمهور رييس څرګنده کړې ( د ترمز- مزارشريف – کابل – پيښور) د اوسپنې پټلۍ زموږ ګډ راتلوونکى دی کله چې دغه پلټۍ بشپړه شي ډير نږدي ارزانه او امن دهليز به جوړ کړو چې پاکستان له مرکزي اسيا سره نښلوي.
د اوسپنې دغه پلټۍ به زموږ د سيمو څېره په بشپړه توګه بدله کړې سره له دې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون نه دى ښودلی خو کابل مخکې له دې د دې پروژې د عملي کار پر پيل ټينګار کړى دى.
افغانستان د جنوبي اسيا او د منځنۍ اسيا ترمنح د اړيکو د يو پل تعريف ځانته اخيستى دى، د افغانستان د حکومت باور دا دى چې له دغه شان پروژو خخه استفاده د تجارتي انډوليزو همکاريو د ودې او پراختيا فکر پياوړى کوي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته