خبرونهورزش

د ترنک لېسې لوبډلې په زابل کې د کرکټ پیل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه

 کابل، د غبرګولی ۱۹ مه، باختر

زابل په کلات ښار کې  د پنځو لېسو تر منځ د کرکټ سياليو  د پای لوبه بریا  د ترنک ليسې لوبډلې خپله کړه.

د غه شل اوریزې سيالې د (خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږئ) تر عنوان لاندې، د پوهنې رياست په نوښت او د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د پنځو مرکزي لېسو تر منځ  یولس ورځې مخکې راپیل شوې وې او پاي لوبې ته  یې  د ترنک او شامردان لیسو لاره پیدا کړه چې ترنک لیسې لومړی مقام او شامردان لیسې دوهم مقام خپل کړ.

د زابل د ورزش ادارې مسؤلینو باختر آژانس ته په خبرو کې وویل دغه سیالې یې  ورزش ته د زده کوونکو د تشویق، هڅونې او غوره لوبغاړو د پیدا کولو په موخه په لاره اچولې وې چې د یادې لوبې اتلولي د ترنک لېسې په خپل نامه کړه.

بل خوا دغه زده کوونکي له پوهنې ریاست او یونیسف موسسې څخه په مننې وایي چې په داسې سیالیو سره دوی ورزش ته هڅول کېږي، دوي غوښتنه کوي چې دې ته ورته سیالیو ترڅنګ دې  ذهني، علمي سیالې هم په لاره واچول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ څو ورځې مخکې په شاجوی  ولسوالۍ کې هم د لېسو تر منځ ذهني او علمي سيالۍ تر سره شوې چې د بابا هوتک لیسې زده کوونکو یې بريا خپله کړې وه.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته