اقتصاد

د ترکیې د۷۵۰ ټنه مرستې لومړنی ریل ګاډی افغانستان ته راورسېد

کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
له افغاني سرې میاشتې سره د ترکیې د سرې میاشتې د ژمنه شوې ۷۵۰ ټنه بشري مرستې لومړنی ریل ګاډی افغانستان ته راورسېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ له افغاني سرې میاشتې سره د ترکیې د سرې میاشتې د ۷۵۰ ټنه بشري مرستې لومړنۍ ریل ګاډی پرون ناوخته د هرات تورغونډۍ بندر ته راورسېد.
د دغو مرستو هرکلي ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینآی، د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو رییس غلام حبیب حسام، د هرات والي مولوي اسلام جار، د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ سیمه ییز رییس مصطفی نبي خېل، په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې استازی فرید ضیا او یو شمېر نور کسان ورغلي وو.
په دې وروستیو کې د ترکیې د سرې میاشتې رییس او د سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون مرستیال ډاکټر کریم کنیک کابل ته په یو سفر کې، د افغانستان اسلامي امارت له جګپوړو مقاماتو سره په لیدنو کې ډاډ ورکړی و چې هېواد یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او پر نړیوالو یې هم غږ وکړ چې په دغو حساسو شرایطو کې دې د افغانستان خلکو ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته