سیاست

د ترکیې سفیر د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد دهمکاریو پر دوام ټینګار وکړ

کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د افغانستان لپاره د دوست هېواد ترکیې له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د دغه هېواد د دوستانه همکاریو قدرداني وکړه.
د هرات والي د ګډو اقتصادي، تجارتي علمي او ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري او پیاوړتیا له هر وخت څخه زیاته جدي و بلله.
د ترکیې سفیر هم د افغانستان له دولت او خلکو سره د دغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ور کړ.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره د متقابلو همکاریو پر زیاتوالي او پیاوړتیا ټینګار وشو.
د هرات والي هم په کابل کې د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې د زعفرانو د سوداګرۍ په برخه کې همکاري وکړي او د دغه هېواد له خوا د زعفرانو د پلورلو لپاره د ښې سوداګرۍ زمینه برابره کړي.
د ترکیې سفیر هم د هرات او ترکیې ترمنځ د پروازونو د پيل ډاډ ورکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته