خبرونهنړۍ

د ترکیې یوې محکمې د پوځ ۳۳۷ غړي په عمري قید محکوم کړل

ړيوالې خبري سرچينې / د ليندۍ٧مه / باختر 

د ترکیې یوې محکمې د پېلوټانو او قوماندانانو په ګډون د پوځ ۳۳۷ غړي په عمري قید محکوم کړل.

محکمې دا کسان د ۲۰۱۶ میلادي کال په جولای کې د جمهوررييس رجب طیب اردوغان پر ضد په خونړۍ کودتا کې په لاس لرلو مجرم وپېژندل.

دا محاکمه په ۲۰۱۷ میلادي کال پیل شوې وه او تر ډېره د یې د هغو پوځیانو دوسیې وڅېړلې چې د انقرې په اکینچي هوايي اډه کې دېره وو.

ترک چارواکي دا اډه د کودتا اصلي سرچینه ګڼي.

د دوی د محاکمې په مهال په محکمه او پايتخت انقره کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته