خبرونهټولنه

د ترینکوټ – قندهار پر لویې لارې ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د ترینکوټ – قندهار پر لویې لارې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه ووژل شول او ۶ تنه نورټپیان شول.

دغه پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې ۲ مسافر وړونکي موټرو ټکر وکړ.

د ترینکوټ- قندهار د لویې لارې د ترافیکو ادارې یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل، چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې په قربانیانو کې دوې ښځې، ۲ نارینه او یو ماشوم شامل دي.

د روزګان په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د ۲ ټپیانو روغتیايي حالت نازک بللی دی.

د ترافیکو مسوولین د دغې ترافیکي پېښې اصلي علت د موټر چلوونکو ګړندیتوب او بې احتیاطی بولي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته