سیاست

د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ښاغلي ارشاد احمدي بیانیه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٣٠ مه:
د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ښاغلي ارشاد احمدي بیانیه
نوی ډیلی، د ۱۳۹۲ لمریز کال د مرغومې ۲۶ نیټه
د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سلمان خورشید،
سفیر سنټینډر لمبا،
سفیر مایکل کوچ،
سفیر یان کوبیش،
ښاغلی وزیر داوودزی،
آغلې وزیر غضنفر،
رئیس نورستاني،
رئیس سادات،
آغلې نادري،
جلالتمآبانو،
آغلو او ښاغلو،
ماته د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ له تاسې سره د نوي ډیلي په تاریخي ښار کې یو ځای یم. غواړم چې د هند دولت او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سلمان خورشید نه د دغې مهمې غونډې د کوربه توب او مونږ ته د ګرمې میلمه پالنې د وړاندې کولو له امله د زړه له کومې مننه وکړم.
د دغې مهمې غونډې له لارې زمونږ په يوځای کولو کې د سفیر کوچ د روان مشرتابه نه مننه کووم.
د افغانستان د پرمختیا په برخه کې د ټولو ونډه اخیستونکو هیوادونو د ارزښتناکې لیوالتیا، مرستې او پایداره ژمنې له امله د دوی نه د د زړه له کومې مننه او ستاینه کووم.
آغلو اوښاغلو،
لکه څرنګه چې افغانستان د لیږد بهیر بشپړوي، زمونږ د نړیوالو همکارانو روانې ژمنې او پاملرنه د تیرو دولسو کلونو په ترڅ کې د ترلاسه شویو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنو د دوام په موخه اړین دي. په دغسې مهم وخت کې په خپلو ژمنو دریدل او ټینګ پاتې کیدل زمونږ د اوږد مهاله همکارۍ لپاره یو مهم ازمیښت دی او باورمن یم چې مونږ ټول به د خپلو ګډو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې یوځای کارکولو ته ادامه ورکړو.
جلالتمآبانو،
یواځې په ۷۹ ورځو کې به مونږ او تاسې د یوه خورا مهم تاریخي پړاو- د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټول ټاکنو- شاهدان اووسو. لکه څرنګه چې به تاسې په ډیر لنډ وخت کې د اړوندو افغان چارواکو نه واوری د دغو ټول ټاکنو لپاره چې د ۱۳۹۲ لمریز کال د د وري په ۱۶ نیټه ترسره کیږي، چمتووالی په زور او شور سره روان دی. اوس مهال د دغو ټول ټاکنو لپاره یو بشپړ قانوني او بنسټیز چوکاټ موجود دی؛ د رایې ورکوونکو نوم لیکنه روانه ده؛ اړین امنیتي تدابیر د کار لاندې دي، او د جمهوري ریاست وروستني نوملړ  رایه ورکوونکو ته د سیاسي سیالۍ او د دوی د ټاکنې په اړه وضاحت ورکوي. په دې وروستیو کې جمهور رئیس کرزي د جمهوري ریاست د ټولو نوماندانو او د ټول ټاکنو د کارکوونکو د یوې ګډې غونډې کوربه وو څو دوی ته د حکومت د بې پرۍ ډاډ ورکړي او د ټولو نوماندانو لپاره یو شان فرصتونه برابر کړي. دا د یوه شفافه او بې پرې ولسواکه لیږد او زمونږ د ملي یووالي او ملي ګټو د ټولیز حس د ډاډمنتیا په موخه د هغه د قوي ژمنې ښودنه کوي.
افغانستان پر خپل وخت، عادلانه، پراخه بنسټو، شفافو او مشروع ټول ټاکنو ته په ټینګه سره ژمن دی چې له هر ډول داخلي یا بهرنیو لاسوهنو یا اغیز نه به پاکې وي. لکه  څرنګه چې د پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس په نوي کتاب کې تشریح شویدي، چې په هر حال نن بهر ته راووته، چې څرنګه د ۲۰۰۹ کال په ټول ټاکنو کې د افغان ولس د پریکړې او زمونږ د اساسي قانون بې احترامی او پرې سترګې پټې شویدي. نوځکه، باید مونږ ځان ډاډمن کړو چې د ۲۰۰۹ کال د ټول ټاکنو تیروتنې بیاځل تکرار نشي.
زه په دې اړه د حده زیات ټینګار نشم کولای چې دغه ټاکنې څومره د یووالي د یوه قوي حس، ښې  حکومتوالۍ، لا بریالیتوب او د ټولو نه زیات د افغانستان د سولې لپاره مهمې دي.
د ټول ټاکنو برسیره، په دغه مهم پړاو کې له مهمو نړیوالو همکارانو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو سره زمونږ ملګرتیا د افغانستان لپاره خورا مهمه دی. د افغان ولس په منځ کې د امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک د لاسلیک ملاتړ مخ پر زیاتیدو دی. په افغانستان کې د امریکایي شتون د جاري ساتلو نه د دوی د ټولو د ملاتړ غږ، دوی خپلو امریکایي سیالانو ته نیغ په نیغه د ملګرتیا او همکارۍ بې ساری پیغام ولیږداوو. زه هیله مند یم چې دغه قوي پیغام به زمونږ امریکایي ملګرو ته انګیزه ورکړي او تر ټولو مهمه، دا به یو داسې پیغام وي چې باید د امریکا له لوري ورسره ورته معامله وشي. د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي همکاري باید د سیاسي ظرب الاجلونو پر بنسټ نه، بلکه د قوي بنسټ، اصل او زمونږ د اړیکو د پياوړتیا پر بنسټ وي.
همداراز، زمونږ د نړیوالو همکارانو لپاره د دې پر رسمیت پیژندل مهم دي چې دغه دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک د افغانستان لپاره یواځې یو لوجستیکي یا د پلان جوړونې سند نه دی، بلکه د یوه مهم سند په توګه دی چې د هیواد لپاره د یو مهم اوږد مهاله مفهوم په معنی ده.
په دې کې هیڅ پوښتنه نشته چې د افغانستان خلک د دغه امنیتي موافقه لیک د ژر تر ژره لاسلیک غوښتونکي دي- مونږ لا دمخه د دې د تصویب په اړه خپله متفق الرای ورکړې ده- خو باید دا په پام کې ونیسو چې زمونږ دوه اړخیز لاسلیک د یو لړو ځانګړو هیلو سر تړلی دی. د ګوانتنامو څخه په سملاسي توګه د ټولو افغان بندیانو د خوشې کولو یا په عملي توګه له طالبانو سره د سولې د بهیر د پیلولو موضوعګانې هغه مهم ملاحظات دي چې پرې سترګې پټې دی نشي.
مونږ پر دې باور لرو چې دغه امنیتي موافقه لیک کولای شي په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د یوه مهم عنصر په توګه رول ولوبوي. همداراز، داسې اندیښنې شته چې د دغه امنیتي موافقه لیک په لاسلیک سره به تاوتریخوالی او بې ثباتي زیاته شي چې دغه کار شته وضعیت څرګندوي او بله دا چې د هیواد ځینې برخې به پایله کې طالبانو ته ورکړل شي څو خپل سیاسي نفوذ پیاوړی او دوی ته ناقانونه مشروعیت ورکړي. له بده مرغه، دغه فکرونه په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانیستلو او د دغو ګمراه کوونکو وړاندیزونو له لارې چې طالبان به په یو څو کلونو کې د دغه امنیتي تړون د لاسلیک سره سره د پام وړ اغیز ترلاسه کړي، سره لاپياوړي شول. جمهور رئیس کرزی د تل لپاره د دغه ډول اندیښنو له منځه وړلو ته هیله مند دی او ټولو ته په واضحه ټکو وایي چې دی ولې د امکان تر بریده له طالبانو سره د سولې د اغیزمن بهیر پر پيلولو ټینګار کوي.
که چیرې په پام کې نیول شوې زماني محدوده کې د سولې بهیر د پیلولو په برخه کې زمونږ هڅې پایلې ونلري، نو افغانستان له خپلو امریکایي ملګرو او سیمه ییزو متحدینو سره پر یو داسې میکانیزمو جوړولو باندې کار کولو ته چمتو دی چې له لارې یې د افغان دولت د یووالي او بشپړتیا- یوه داسې موضوع ده چې زمونږ د اندیښنو په زړه کې ځای لري- په اړه سره هوکړې ته ورسیږو. دغه ډول هوکړه به هغه اړینې ډاډمنتیاوې ترلاسه کړي چې افغانستان به په راتلونکي کې یو حکومت، یوه جغرافیه او یو بیرغ ولري او ملوک الطیفي یا د حکومت سره د کوم متوازن سیستم له اصل سره به مشروط نه وي. دغه ډول ډاډمنتیا به د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو لپاره پر خپل وخت د امنیتي موافقه لیک لاسلیک ته په یقین سره لار هواره کړي.
آغلو او ښاغلو،
۲۰۱۴ کال باید د افغانستان لپاره د سولې کال وي- باید داسې یو کال وي چې په کې افغانستان په یوې باثباتې لارې د یوې ولسواکې حکومتوالۍ او عادي پرمختګ پر لور لاړ شي. تاوتریخوالي او بې ثباتۍ چې په دوامداره بڼه زمونږ هیواد ځوروي، زمونږ د پرمختیایي موخو پر وړاندې تر ټولو غټ خنډ دی او د دغې اقتصادي هوساینې نه شتون د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ لمنه لا پسې پراخه کړې ده.
په دې دلیل، مونږ په جدیت سره د سولې او روغې جوړې اجنډا تعقیبوو. مونږ کلک باورمن یو چې د سولې بهیر نه یواځې د دغه کال سوله ییز او بریالي امنیتي او سیاسي لیږد لپاره مهم دی، بلکه زمونږ د هیواد د اوږد مهالې سولې او یووالي لپاره یو مهم محرک دی. دا کومه پټه خبره نه ده چې زمونږ د سیمه ییزو همکارانو په ځانګړې توګه د پاکستان فعالانه ونډه په دې برخه کې د اساسي پرمختګ په موخه اړینه ده. د لومړي وزیر نواز شریف سره د جمهور رئیس کرزي قوي تفاهم زمونږ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو بنسټ جوړ کړ. مونږ له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو دوستانه غوښتنه کوو څو د عملي او اغیزناکې سولې او روغې جوړې بهیر په موخه زمونږ له هڅو څخه ملاتړ وکړي.
په سیمه کې امنیت د افغانستان له سولې سره تړلی دی. په ټوله سیمه کې د تروریزم او بنسټ پالنې سورې غوړیدلی دی. په دې وروستیو کې زمونږ ملګري روسیه او چین د دغو بدمرغو پدیدو د پایلو شاهدان وو. دا پر مخ زیاتیدونکې سیمه ییزه ستونزه ده چې یوه هر اړخیز سیمه ییز حل ته اړتیا لري. افغانستان له خپلو سیمه ییزو همکارانو سره په سیمه کې د دغو پدیدو (بنسټ پالنه او تروریزم) د تشریح او پر وړاندې یې د مبارزې په برخه کې یو ځای کار کولو ته چمتو دی. مونږ باید په خپلو سرحدونو کې د تروریستانو د فزیکي خوځښت د محدودولو په برخه کې سره همکاري وکړو، او باید هغه سرچینې له منځه یوسو چې دغه ځواکونه ترینه تغذیه کیږي. دا یو مهم ستر کار دی چې غواړم پرې د استانبول بهیر د لوړ پوړو چارواکو د سبا ورځې په غونډه کې د سیمه ییز امنیت په برخه کې د سیاسي سلا مشورو د یوې برخې په توګه هر اړخیزې خبرې اترې وکړم. 
جلالتمآبانو،
۲۰۱۴ د افغانستان لپاره یو مهم کال دی. د ډار یا د ‘قیامت د ورځې’ نکلونو چې ځینې خلک یې وارخطا کړیدي، سره سره مونږ ډاډمن یو چې افغانستان به د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته بې ثباته نشي. افغانستان به له نړیوالې ټولنې په ځانګړې د امریکا متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو پیاوړي کول روان وساتي او په اپریل میاشت کې به پر خپل وخت، سوله ییز او ولسواکه سیاسي لیږد ترسره کړي. ۲۰۱۴ کال ته افغانان د یوه داسې کال په سترګه ګوری چې په کې به د افغان ولس ټولیز ذهنیت لا قوي او زمونږ مشران به داسې حالات راولي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به د بدلون په لسیزه کې زمونږ هیواد اداره کړي. پرته د کوم شک نه به دغه کال د افغانستان او ټولې سیمې لپاره د بدمرغیو نه د راوتلو، هوساینې او بریالیتوب کال وي.
آغلو او ښاغلو،
د نن ورځې غونډې د پاتې برخې په اوږدو کې ګټورو خبرو اترو ته هیله مند یم.مننه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته