نړۍ

د تهران په چاودنه کې درې ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په تهران کې دسپاه پاسداران دمهماتو په ډيپو کې د چاودنې له امله درې ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

سپاه پاسدارانو اعلام وکړ چې دکرج په شاوخوا کې دمهماتو په يوه ډپيو کې په سخته چاودنه کې څه ناڅه اوولس تنه وژل شوي اوشپاړلس تنه نورټپيان شوي دي او دځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوي دي.

سپاه پاسداران د وژل شويو کسانو شمير پنځه ويشت تنه اعلام کړي و .

سپاه پاسدارانو دغه اوازي چې چاودنه دورانکارعمل زيږنده ده درواغ وبللي .

دسپاه پاسداران دڅرگندونو له مخې په دې اډه کې يې مهمات ساتل چې دمهماتو دځاى پرځاى کولو په بهيرکې چاودنه وشوه اوله امله يې يوشمير پاسدارانو ته مرګ ژوبله واوښته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته