سیاست

د کورنيو چارو وزير په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو يادونه وکړه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢١
د کورنيو چارو وزير په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو لپاره نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن په يوه غونډه کې هغه نوې طرحه چې په دغه وزارت کې د اطلاعاتو لپاره ترلاس لاندې نيول شوې ده؛ بيان کړه.
د کورنيو چارو د وزير د څرګندونو له مخې: د افغانستان ملي پوليس د امنيت د تامينولو او د قانون د نافذولو دنده په غاړه لري؛ خو د پوليسو بېلابېلې برخې ريفورم ته اړتيا لري.
علومي وويل: د پوليسو پرخلاف زيات شکايتونه شته او دغه وزارت ډول ډول شکايتونه څيړلې دي؛ د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره اغيزمن اصلاحات ترلاس لاندې دي چې بايد پوهه، تجربه او باور د پوليسو په استخدام کې په پام کې ونيول شي. په همدې مقصد د اصلاحاتو په خاطر د کورنيو چارو وزارت کې يو کميسيون جوړيږي او د دغه کميسيون په سرکې د کورنيو چارو وزارت پخواني معين جنرال يارمند ګومارل شوى دى .
د کورنيو چارو وزير د دغه وزارت فعاليتونه بيان کړل او ويې ويل: د پوليسو په قانون کې تعديل د اصلاحاتو د پروګرام يوه برخه ده. په ښارونوکې د ترافيکو بهير زيات لګښت لري او د انديښنې وړ دي چې بايد اصلاح شي. تروريستان د پوليسو د مخابروي اړيکو له سيستم څخه استفاده کوي چې بايد پاى ته ورسول شي.
ده د بهرنيو پوځيانو يادونه وکړه چې کولاى شي د پوليسو د اصلاحاتو په بهيرکې ونډه واخلي.
علومي دغه راز له ټولو دولتي ادارو څخه وغوښتل چې له دغه وزارت سره زياته همکاري وکړي او په تېره بيا د مخابراتو وزارت د مخابراتي او تکنالوژۍ په برخو کې د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې له دغه وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته