سیاستخبرونهTOP

د تېرې شپې د زلزلې د شهیدانو او ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی

 کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت مسئولینو نن په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د زلزلې د شهیدانو او ټپیانو لومړني ارقام له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې خبري غونډه کې چې په همدې مناسبت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ لومړی د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس قاري یوسف احمدي، په یادو ولایتونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د خواخوږۍ پيغام ولوست.

د پیغام په یوه برخه کې داسې راغلي دي: په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې، چې تر دې دمه د راپورونو له مخې، سلګونه کورونه نړېدلي او په تأسف سره چې تر۳۰۰ تنه هېوادوال شهیدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي دي.

دغه راز په پیغام کې، د افغانستان اسلامي امارت له خوا د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته یې د سملاسي روغتیا او همدا رنګه د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشیني څرګنده شوې او د غمځپلو کورنیو او متعلقینو ته يې د الله تعالی له درباره د زغم او صبر هیله شوې ده.

د احمدي په وینا؛ پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت او اړونده مسئولینو، واليانو او عامو افغانانو ته لارښوونه شوې چې له خپلو ټولو امکاناتو سره ډېر ژر ځانونه د پېښې ځای ته ورسوي او د شهیدانو په را اېستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او له بې سرپنا شویو سره د سملاسي مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې، امیرالمؤمینن له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشرپالو بنسټونو څخه غوښتي چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس ورکړي او له غم ځپلو سره خپلې مرستې و نه سپموي.

وروسته، پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم په خپلو خبرو کې وویل چې د پکتیکا په نکې، زیړوک، برمل او ګیان ولسوالیو، د خوست په سپېرې او د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د تېرې شپې زلزلې له امله، تراوسه ٩٢٠ تنه شهيدان شوي او ٦١٠ تنه نور هېوادوال ټپيان شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې دغه ارقام ابتدايي دي او د دغو شمېرونو د زیاتوالي احتمال شته.

مسلم زیاته کړه چې په اوس وخت کې، د هر شهيد کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او د ټپي کورنۍ ته ۵٠ زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي.

د هغه په وینا؛ د ریاست الوزار د عاجلې غونډې له خوا پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او د کرنې، مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، عامې روغتیا او ملي دفاع وزارتونو او د سرې میاشتې او نورو اړوندو ادارو ته نغدي امکانات او څلور هلیکوپټرونه ورکړل شوي، چې په یادو ولایتونو کې زلزله ځپلو ته عاجلې مرستې ورسوي چې د یادو ادارو ټیمونه ساحې ته رسېدلي دي.

مولوي شرف الدين دغه راز وویل چې د روان کال د غبرګولي له ۲۹مې د چنګاښ تر لومړۍ پورې په اتو ولایتونو (پکتیکا، کونړ، لغمان، بدخشان، بغلان، تخار، کندز او فاریاب) کې د سېلاوونو د راوتلو له امله ۱۱ تنه شهیدان شوي او څه دپاسه ۵۰ نور ټپیان شوي، دغه راز څه دپاسه ۵۰۰ کورونه او ۳ زره ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۱۰۰۰ څاروي تلف شوي دي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته د رسېدګۍ په موخه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته منظوره کړې او پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د دولت، ملي دفاع، مالیې، عامې روغتیا او د کلیو د بیا رغولو او پراختیا وزارتونو لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې چې یادو ولایتونو ته سفر او زلزله ځپلو ته په وخت رسیدګي وکړي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دغې زلزلې شدت د ریکټر په اندازه، ۶.۱ ښودل شوی چې مرکز يې خوست ياد شوی، خو ټکانونه يې په پلازمېنې کابل او شاوخوا ولايتونو کې هم احساس شوي دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته