اعلامیهخبرونهTOP

د ثور د اومې او اتمې ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

کابل ، د غوايي ۸ مه ، باختر
۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اومه کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډيرو ناورینونو، بدمرغیواو ناخوالو پیلامه شوه.
څو تنو پرديپالو څيرو د وخت د شوروي اتحاد په ملاتړ د کفري ایډیالوژي په تحمیلو سره د افغان مسلمان او مجاهد ملت، د باورونو، مقدساتو او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې په هر ډول جنایتونو لاس پورې کړ؛ ولې الحمدلله زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله روانه وه.
د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات و ګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلینونه نور له بیلابیلو مشکلاتو سره مخ شول، چې بالاخره وروسته له څوارلسو کالو د کمونیزم شومې پدیدې او شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد پرور ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نیټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ اولس او هېواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ثور د ۷ کودتا او توره دوره غندي، د ثور د ۸ ورځ نمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ يې بولي.
دا چې اوس مهال په تېرو سلو کلونو کې د درېيم ځل له پاره زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغال څخه آزاد شوی، اسلامي نظام قائم شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، تر څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضائع نه شي او په هېواد کې د شهیدانو آرمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ او د افغان مجاهد ملت هیلې پوره شي.
اسلامي امارت به هڅه وکړي چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څرنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه برابره کړي.
دا چې په افغانانو کې د آزادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري، نو موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه هم ډیر څه زده کړي او نور زموږ له هېواد او ملت سره د دښمنۍ او کینې لار ونه نیسي.
موږ د بل هيڅ هېواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نه لرو او له نورو هېوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې ژوند کولو تمه لرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته