خبرونهفرهنګ

د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه د ويډيوکنفرانس له لارې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د تاريخي آبداتو د ساتنې د رييس عبدالاحد عباسي، د لرغونپېژندنې د رييس نورآغا نوري، د ملي موزيم د رييس محمد فهيم رحيمي، د افغانستان لپاره د يونسکو د رييس او د دغه بنسټ د فرهنګي برخې د مسوول، د «الف» موسسې د رييس، ايتالوي ماهرانو او د هېواد د بېلابېلو دولتي بنسټونو د استازو په ګډون چې د هېواد د جمهوررييس د حکم پر بنسټ په کمېټه کې شامل دي، جوړه شوه.
په غونډه کې د جام څلي د ساتنې او ترميم او د هېواد د تاريخي آثارو او ودانيو او لرغونو ساحو د ساتنې د طرحې په اړه خبرې وشوې او دغه راز د کمېټې غړیو په دې برخه کې خپلې طرحې او وړانديزونه څرګند کړل.
وروسته د جګړې په حالت کې د لرغونو آثارو د ساتنې په خاطر بېړنی پروګرام چې د فرهنګ او هنر معينيت برابر کړى دى، غونډې ته وړاندې شو چې د کمېټې غړیو یې تاييد کړ.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته