اعلامیهTOP

د جدې شپږمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر

له نن څخه ۴۲  کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ.

افغان مسلمان او آزادۍ غوښتونکی ملت د هيڅ یرغلګر اشغال اوتجاوز نه شي زغملای؛ نو ځکه زموږ با شهامته اومجاهد ولس د شوروي یرغلګر پر وړاندې ستر او سرتاسري جهاد پیل کړ چې د لسو کلونو په جریان کې يې د وخت شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه يې زموږ له هېواد څخه وشړل.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو پر وړاندې د افغان میړني ولس جهاد او مبارزه ستايي.

افغانستان د هيڅ بل هېواد په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي چې زموږ  حقه حقوق ترپښو لاندې کړي او په داخلي چارو کې مو لاس وهنه وکړي، افغانان  د یوه سوله دوست ملت په توګه غواړي له نړیوالو سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې تأمین کړي، چې په هغې کې چاته هم د زیان احتمال نه وي او د ملتونو د آزادۍ حق خوندي وي.

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو لرې او نږدې هېوادونو څخه هیله لري چې د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تأمینولو کې مثبت رول ولوبوي چې په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانيو جنګ جګړو راپاتې ناخوالې، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته