امنیت

د جغتو ولسوالۍ دسيمه ئيزي شورا مرستيال ووژل شو

دميدان وردکو ولايت د جغتو ولسوالۍ دسيمه ئيزي شورا مرستيال دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

 دميدان وردکو دوالي ويندوى شاهد الله  شاهد  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دجغتو ولسوالۍ دسيمه ئيزي شورا مرستيال معلم عزيز الله  پرون د جغتو ولسوالۍ په  برغولي سيمه کې د وسله والو کسانو له خوا  له موټر څخه کوز کړي  شو او وروسته دکلاشينکوف  په ډزو سخت ټپي شو .

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې معلم عزيز الله دسيمي  دخلکو په مرسته  روغتون ته  دليږدونې په وخت کې سا ورکړه .

 دجغتو ولسوالۍ دسيمه ئيزي شورا مرستيال معلم عزيز الله يو قومي مخور او دجهاد په وخت کې په دغه ولايت کې دملي محاذ  دجبهي  قوماندان و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته