ټولنه

د جلال آباد ښاروالي د غصب مخنیوی وکړ

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د جلال آباد ښاروالۍ د غصب مخنیوی، نرخونو کنټرول او د غیرې قانوني غرفو د لرې کولو چارې ترسره کړې.
د باختر اژانس د سیمه يیز خبریال خبر له مخې؛ جلال اباد ښاروالۍ د نهمې ناحيې اړوند ثمرخېلو سیمه کې د غصب مخنیوی وکړ او د نرخنامو د څار او کنټرول په موخه پر دوکانونو هم وګرځېده او دوکاندارانو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورته وخت کې د جلال اباد پنځمې ناحيې د درېيم ګذر ساحه کې د غېرې قانوني غرفو لرې کولو کار دوام لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته