سیاستخبرونهامنیت

د جمهورريیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو او د دښمن د بریدونو د دفع او شنډولو په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځای پر ځای کولو خبرې وشوې او پر کابل پوهنتون د وروستي تروریستي برید په شمول د وروستیو تروریستي پېښو د ارزونو راپور واورېدل شو.
په پیل کې جمهورريیس غني وویل، له دوو ورځو راهیسې مې د جلا ټلیفوني اړیکو له لارې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي اردو له مسوولینو او قومندانانو سره چې له دښمن سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د خبرو لړۍ پیل کړی او احوال یې پوښتم.
ورپسې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د خپلو فعالیتونو او اجرااتو راپور، د هیواد له جمهوررئیس سره شریک کړ.
همداراز د طالبانو ډلې د ګواښونو د څرنګوالي په اړه چې د خلکو او لویو لارو امنیت ته متوجه دي خبرې وشوې جمهوررئیس وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د دغو ګواښونو د دفع او شنډولو په برخه کې اقدام وکړي.
جمهوررئیس په غزني او زابل ولایتونو کې د تروریستي بریدونو د غندنې پر مهال وویل، باید زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په چټکۍ سره د دښمن د ګواښونو مخنیوی وکړي.
په همدې ترتیب جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ځواکونو د ساتنې او د بېزونو او قرارګاوو د امنیت د تامین په برخه کې دې جدي اقدامات وکړي او په ټولو ردو کې چې د امنیت تامین او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي، خپله همغږي زیاته کړي.
جمهوررئیس پر کابل پوهنتون د تروریستي برید د څرنګوالي راپور له اورېدو وروسته، د هیواد له امنیتي او دفاعي ارګانونو څخه د دغې تروریستي پېښې د عاملینو د نیولو په خاطر مننه وکړه.
جمهوررئیس محمداشرف غني د هیواد له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې د یادې پېښې د عاملینو د مجازاتو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي، ترڅو خلک د عدالت له تامین څخه ډاډه شي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته