سیاستTOP

د جمهورريیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون د کابینې د غړیو او د هېواد د والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې جمهوررییس د هېواد او سیمې د نوموتي لیکوال استاد رهنورد زریاب د وفات په مناسبت د هېواد ادبي او فرهنګي ټولنې او دوستانو په ځانګړي ډول د نوموړي مېرمن ته، د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
همدار راز جمهوررییس د هېواد د رسنیو ټولنې د دوو ځوانانو، په ننګرهار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون د ویاندې او خبریالې ملالې میوند او د آریانا ټلویزیون د سیاسي پروګرامونو نطاق فردین امیني کورنیو ته چې په جلا جلا پېښو کې یې خپل ژوند بایللی، د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.
جمهوررییس وویل: موږ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خبرې په دې اړه چې د سولې دویم پړاو مذاکرات دې په افغانستان کې وشي، په قوي ډول تائیدوو.
جمهوررییس غني زیاته کړه: طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په داخل کې دي، نو ولې بیا د افغانستان په خاوره کې مذاکره نه کوي. د هېواد د قلمرو هره برخه چې هغوی وغواړي، د افغانستان دولت چمتو دی مذاکره ورسره وکړي.
د هېواد جمهوررییس وویل: افغانان په خېمه او سړه هوا کې هم کولای شي مذاکرات وکړي، اوس د دې وخت نه دی چې فیشني هوټلونه دې د شرط په توګه وړاندې شي. ضرور ده ټول خلک وویني چې مذاکرات څه ډول ترسره کېږي او په کومو موضوعاتو تمرکز کېږي او ولې؟
کابینې د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو او د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II) ترتیبولو په موخه د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو رهبرۍ او اړوند کارکوونکو هڅې وستایلې.
په همدې ترتیب د افغانستان دولت په غوښتنه تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره د بین المللي ټولنې مشروط تعهد او د مرستو د دوام په موخه په کلني ډول د هغو له لورې د تعهداتو د تطبیق ارزونې په اړه، معلومات وړاندې شول.
د افغانستان اسلامي جمهوريت کابینې د دولت جوړولو او د هغو پر شپږ برخو د تمرکز؛ د قانون د حاکمیت ټینګښټ، د امنیت پیاوړتیا، د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، د مالي سرچینو مدیریت، د وګړو حقونو او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کول، د دیجیټلي کولو په برخه کې د هغو د مشترکې وجې په پام کې نیولو سره د زېربناوو پراختیا او د بشري قواوو انکشاف، د ملي برنامو پراختیا، د عوایدو پر زیاتولو تمرکز او د اضافي لګښتونو راکمول او د دولتي ادارو پر تشکیل بیا کتنه او د تشکیلاتي پړسوب مخینوي په شمول د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ دویم سند د موخو په اړه، تفصیلي بحث وشو.
وروسته ټول وزارتونه، دولتي ادارې او والیان د بودجوي امکاناتو په پام کې نیولو سره د دولت جوړولو محور په پیاوړتیا کې د جینوا کنفرانس تعهداتو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه، د عمل پلان ترتیبولو په خاطر موظف شول.
په همدې ترتیب د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست موظف شو چې د وزارتونو او دولتي ادارو له لورې د جینوا کنفرانس تعهداتو د تطبیق څرنګوالی او په هرو دوو میاشتو کې د کابینې غونډو ته د هغو راپور ورکول، وڅاري.
کابینې همدا راز د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژيکو اړیکو ادارې ته لارښوونه وکړه چې له بېلابېلو دولتي ادارو سره همکاري وکړي چې د خپلو ژمنو د عملي کولو اطلاع رسونه وکړي.
د کابینې د غونډې په پای کې ټول وزارتونه، دولتي ادارې او والیان موظف شول چې د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ د دویم سند د موخو د تشریح په خاطر خپلو اړوندو کارکوونکو ته سمینارونه جوړ کړي.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته