اقتصاد

په تخار کې دکرنيزو تحقيقاتو فارم ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دتالقانو دباغ ذخيرې  دکرنيزو دتحقيقاتو دفارم دجوړولو کار بشپړ او پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
  دتخار ولايت دکرنې  او اوبو لګولو رييس محمد سالم ساعي باختراژانس  ته وويل چې دغه فارم  دنړيوال  بانک په مرسته داته ديرشو مليونوافغانيو په لګښت  جوړ شوى دى چې په هغه کې ددوه زره درې سوه مترو په اوږدوالي  داوبو کانال ،  ددوو کيلومترو په اوږدوالي او دپنځو مترو په سور په سړک کريړ اچول او داوبو دوه زيرمې  چې  هره يوه يې دپنځه سوه پنځوسو مکعب مترو ظرفيت لري سمباله اداري ودانۍ ،  دوسايطو  تمځاى ا ونور ضروري ملحقات پکې شته .
ساعي زياته کړه چې په دې فارم کې  دبڼوالۍ ، دغلو دانو ، او دسبو دکرکيلې ، او دميوه لرونکو نيالګيو  دروزنې  دلارو چارودښه والي په باب  څيړنې کيږي .
  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دمسوولانو په ګډون جوړه شوې وه دتخار ولايت سرپرست  محمد فريد ذکي وويل چې تخار يو کرنيز ولايت دى او ددغه شان فارمونو جوړول دکرکيلې دودې  او پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي او دبزګرانو  او بڼوالو دستونزو زياته  برخه لرې کوي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته