خبرونهTOPروغتیا

د جمهورريیس غني په مشرۍ د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې د تدابیرو په اړه د بحث لپاره غونډې جوړې شوې

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني وړمه ورځ او پرون د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره په دوو جلا غونډو کې د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې تدابیرو او د هغو د ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو غونډو کې چې په ارګ کې وشوې د کرونا ویروس دویمې څپې د مدیریت، د روغتونونو د وضعیت، د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرولو، خلکو ته د پوهاوي او خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
په همدې ترتیب د کرونا ویروس خپرېدو لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو پر استفادې خبرې او ټینګار وشو چې په مرکز او ولایتونو کې دې ټول مرکزونه په ځانګړي ډول روغتیايي بنسټونه منابع او پیش بیني شوې سناریوګانې سمې مدیریت کړي.
همدارنګه په روغتونونو کې د مدیریتي ننګونو پر حل ټینګار وشو او څرګنده شوه چې د افغانستان طبي عالي شورا دې د دوی د کړنو دقیقه څارنه وکړي.
همداراز په یادو غونډو کې له فساد، ناسمو اجرااتو او په یوه شفاف چوکاټ کې د منابعو د ضایع کېدو دمخنیوي په موخه له اړوندو بنسټونو او عدلي او قضاي ارګانونو سره د ګډ کار او کاري طریقو د ایجاد په اړه چې پر بنسټ یې افغانستان حکومت عمل وکړي، بحث وشو.
په دغو غونډو کې د عامه پوهاوي ستراتېژیو په اړه چې رسنۍ د حکومت کړنو ته په شفاف ډول پوښښ ورکړي، هم خبرې وشوې.
جمهوررئیس وویل، په دې ځای کې تر ټولو عمده بحث د قانون حاکمیت دی او افغان ولس باید د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولۍ د تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه، د جینوا کنفرانس یوه عمده برخه د قانون حاکمیت د تطبیق مسئله او فساد سره جدي مبارزه وه.
جمهوررئیس د کرونا منابعو په مصرفولو کې د لوړپوړو چارواکو او د اعطا او تصمیم نیوونکو امرینو د صلاحیتونو په اړه وویل، باید د دغو مقاماتو د صلاحیتونو حدود او واضح تعریف مشخص شي.
نوموړي د قانون حاکمیت پر تامین، د کرونا د منابعو په مصرفولو کې چې ولایتونو ته استول کېږي او د جرمي مواردو د واقع کېدو په صورت کې د حکومت پر پیاوړې څارنې ټینګار وکړ وې ویل، عدلي او قضايي ارګانونه دې په یوه ضرب الاجل جرمي قضیې وارزوي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ باید د کرونا ویروس د خپرېدو د وخیم حالت د رامنځته کېدو واضح وړاندوینه او د هغه د مخنیوي لپاره چمتووالی ولرو.
جمهوررئیس غني د هیواد پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېزو مخنیوي ته په اشارې چې ددغه ویروس خپرېدو په لومړۍ څپه کې په بریالي توګه ترسره شول وویل، په دې پړاوو کې هم باید د هیواد پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېزو مخنیوي وکړو.
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته