سیاست

د جمهور رئیس د ویندوی دفتر خبرونه او اطلاعات په فس بوک، تویتر او یوتیوب کې خپروي

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر په خپلې نوې هڅې سره د اطلاع رسونې په موخه د افغانستان د جمهور رئیس د فعالیتونو اړوند خبرونه او اطلاعات د فیس بوک، تیویتر او یوتیوب په ټولنیزو شبکو کې خپروي.

دجمهوررييس دويندوى مطبوعاتي دفتردباختراطلاتي اژانس ته خبرورکړ.

د فیس بوک، تیویتر او یوتیوب شبکې چې په زیاتیدونکي ډول په ټوله نړۍ کې له انټرنېټ نه د کاراخیستونکو له خوا ترېنه استفاده کیږي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د هغو ځوانانو ډېره پاملرنه ځان ته جلب کړې ده چې په انټرنېټ ته برلاسى لري.

فس بوک لوی ترینه ټولنیزه ویبپاڼه ده چې دوستان، کورنۍ او سوداګریز شریکان یو له بل سره نښلوي او په ټوله نړۍ کې اته سوه میلیونه غړي لري.

دغه راز تویتر یوه ټولنیزه نښلوونکې شبکه ده چې له دری سوه میلیون زیات غړي لري چې هغوی ته یې د پیغامونو د لېږلو او مطالعه کولو آسانتیاوې برابرې کړي دي.

همدا راز یوتیوب یوه تصویري ویبپاڼه ده چې له هغه څخه د کار اخیستونکو لپاره یې د تصویري فلمونو د لیدلو او شریکولو آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویندوی له دفتر څخه برابر شوي خبرونه او اطلاعات په فس بوک، تیویتر او یوټیوب کې په لاندې پتو د برلاسى وړ دي:

http://www.facebook.com/pages/ARG-%D8%A7%D8%B1%DA%AF/204629649613285?ref=tn_tnmn

http://twitter.com/#!/ARG_AFG

http://www.youtube.com/user/ARG1880

مینه وال کولای شي د افغانستان د جمهور رئیس ویناوې، مطبوعاتي اعلامیې، خبرونه، تصویرونه او ویډیویي فلمونه له نوموړو پتو څخه ترلاسه کړى او برعکس خپل نظریات د جمهور رئیس د ویندوی له دفتر سره شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته