فرهنګ

د جمهور رئیس د ډاډګيرنې پیغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د ننګرهار په ګوشته کې د پولیسو د سرحدي کنډک قوماندان سمونوال عبدالبصیر کامه وال د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوی دی. انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد کامه وال د یوه وطنپال او زړور افسر په حیث د هیواد د ارضي تمامیت په ساتنه کې د قدر وړ خدمتونه وکړل. ده دغه راز د یوه قومي مشر او اجتماعي شخصیت په توګه  ټولنې ته خدمتونه کړي دي. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د سمونوال عبدالبصیر کامه وال د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د ننګرهار خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته