۱۰۰ ورځې

د جمهور رييس حکم

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د چارو د ادارې د لوى رياست د مرستيالانو او رييسانو د ټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي حکم!
د چارو د لاښه تنظيم په مقصد دغه ټاکنې منظورې دي:
• کامله صديقي، د مالي او اداري مرستيالې په توګه؛
• عتيق الله نوشير، د ستراتيژيکي پاليسۍ او پلان جوړولو د مرستيال په توګه؛
•  سيد نعمت الله ثاير، د دولت د چارو د سمون د مرستيال په توګه؛
• يما ياري، د ملي تدارکاتو د لوى رييس په توګه؛
• حمد الله محب، د پروګرامونو د لوى رييس په توګه؛
• عبد الا له صديقي، د حقوقي او تقنيني چارو د رييس په توګه؛
• اسد الله صالحي، د مالي او اداري رييس په توګه؛
• اسراراحمد کريمزى، د معلوماتي ټکنالوژۍ د رييس په توګه؛
• عاطف مشعل، د پروګرامونو د طرحې د رييس په توګه؛
• مريم سليمانخيل، د نړيوالو اړيکو د رييسې په توګه؛
• ناجيه انوري، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي د رييسې په توګه؛
• مياګل وثيق، د سياسي او ټولنيزو اړيکو د رييس په توګه؛
• عبدالکريم متين، د پارلماني چارو د سمون د رييس په توګه
• او نعمان شينوارى، د ارشاد او د ديني اړيکو د رييس په توګه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته