۱۰۰ ورځې

د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
د عبدالنبي قيومي د مړينې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ډاډګيرنې پيغام!
په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ارواښاد مديرصاحب عبدالنبي خان قيومي د ١٣٩٣ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په دريمه نيټه د ٨٨ کلنى په عمر وفات شوى دى .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد عبدالنبي قيومي د حاجي  عبدالقيوم خان رباطي زوى په ١٣٠٥ هجري لمريز کال کې د کابل ولايت د قره باغ په ولسوالۍ کې په يوه روښانفکره کورنۍ کې وزيږيد.
د لومړنيو او ثانوي تعليماتو دورې د قره باغ او د کابل د ابن سينا په ښوونځيوکې پاى ته رسولې دي.
ارواښاد د سوداګرۍ، په مسلکي ليسه کې د ښوونکي په توګه د خدمت په پنځه ديرش کلنه موده کې فوق رتبه او مافوق رتبه تر لاسه کړې ده.
د دندې په بهيرکې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د غوره خدمتونو له امله ده فوق العاده ترفيع ګانې او يو شمېر ستاين ليکونه ترلاسه کړي دي. په دې وسيله د ارواښاد د مړينې په مناسبت د خپل ژورخپګان مراتب د ده کورنۍ، خپلوانو او د افغانستان فرهنګپال ملت ته څرګندوم او مړينه يې د افغانستان په فرهنګي او تعليمي سکتورکې ستره ضايعه بولم. له شک پرته د هيواد د بچيانو د علم او پوهې د کچې د ښه والي او پياوړتيا په لاره کې د ارواښاد خدمتونه به نه هيرودونکي وي.
اروا دې ښاده وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته