سیاست

د جمهور رييس فوق العاده استازى دغور ولايت له ځوانانو سره په کتنه کې : په افغانستان کې زموږ اوستاسو برخليک ګډ دى .

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
دغور ولايت يوشمير ځوانانو داصلاحاتو او ښې حکومتوالى  په چاروکې دجمهور رييس  له فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود سره دده دکار په دفتر کې  وکتل .
باختراژانس ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي .: دکتنې برخه والو خپلې ستونزې دجمهور رييس له فوق العاده استازي سره طرحه کړې او ويې ويل چې ځوانان کار او کسب ته زياته اړتيا لري او ددې غوښتنه کوي چې دحکومت له خوا ځوانانو ته دکارموندلو لپاره جدي اقدامات وشي .
  دجمهور رييس فوق العاده استازي دغور ولايت دځوانانو ستونزې واوريدې  او له هغوى  څخه يې وغوښتل چې په کلکې ارادې  سره دې په خپل هېواد کې پاتې شي او په هراړخيزو فعاليتونوسره دې  هېواد دترقۍ  او پرمختګ په لور رهبري کړي .
ده دغور ولايت  ځوانانو ته وويل: په افغانستان کې زموږ اوستاسو برخليک  ګډ دى او له يوبل سره په همکارۍ  کې بايد شته ستونزې پاى ته ورسوو او ددغو همکاريو  دپياوړتيا په لاره کې هڅه او هاند وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته