امنیت

په ننګرهار کې ماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو

دجلال اباد ښار باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
په ننګرهارولايت کې يو ملکي وګړى د يوه ماين دچاودنې له امله ووژل شو اويو تن بل ټپي شو.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې په جلال آباد ښار کې هغه  وخت رامنځته شوه جې ددغه ښار ديوه اوسيدونکي نجيب عرب په موټر کې ځاى پرځاى شوى ماين وچاوديد .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل : په دې چاودنه کې  يو ملکي وګړى ووژل شو اويوتن بل يې ټپي شو.
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت   چاپه غاړه نه دى اخيستى  اوددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته