ورزش

د جوزجان او سرپل ځوانانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ پيل شوې

کابل/ د سلواغې ١٩ / باختر:
د جوزجان او سرپل ولايتونو ځوانانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ د دغو ولايتونو د تکواندو د غوره څيرو ټاکنې په مقصد پيل شوې.
د باخترآژانس سيمه ييزخبريال د خبرله مخې؛ د جوزجان ولايت د تکواندو مسوول محمد اسماعيل ابراهيمي د دغو سياليو ترسره کول د هېواد په ملي ټيم کې دغوره څيرو ټاکنه او په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د پيوستون او د يو او بل د منلو ټينګښت وباله او زياته يې کړه، په دغو سياليو کې د باختر، نيازي، ابراهيمي او د سرپل د کلپونو ورزشکارانو ګډون کړي وو.
يوشمېرورزشکارانو وويل چې په دغه شان سياليو کې په ګډون سره د نړۍ ډګرونو ته د رسېدو لپاره لاره لنډوي.
د جوزجان د بدني روزنې آمر استاد همرا قل وويل چې دغه سيالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او په درېيو کټګوريو کې د اوو ټيمونو ترمنح دغوره څيرو د ټاکنې په مقصد ترسره شوې.
د جوزجان د بدني روزنې د آمر د څرګندونوله مخې؛ د باختر، نيازي ، ابراهيمي او د سرپل کلپونو په دريو کټګوريو کې لومړى مقامونه وګټل.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته