ټولنه

د جوزجان- بلخ د لويې لارې دبيارغاونې کار پيل شو

کابل /د ليندې ١٢مه /باختر
د جوزجان – بلخ د لويې لارې د بيارغاونې او قيرکولوکار نن پيل شو.
د جوزجان ولايت د فوايدعامې رياست سرپرست مولوي غلام الله حيدري د باختراژانس خبريال ته وويل :د جوزجان – بلخ د لويې لارې د بيارغاوني اوقيرکولوکار چې د وروستيوجګړوپه بهيرکې ويجاړ شوې و، پيل شو.
د هغه د څرګندونوله مخې؛د دغه سړک د بيارغاونې اوقيرکولو سره مسافرو اوموټرچلوونکوته اسانتياوې برابريږي اوترافيکي پيښې کمښت مومي.
حيدري زياته کړه چې د دغې پروژې لګښت د جوزجان ولايت د فوايد عامې رياست له بودجې څخه تامنيږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته