ټولنه

د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ اوسېدونکو د اسلامي امارت د نظام ملاتړ وکړ

کابل / د سلواغی / ۱۹ / باختر
د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ یوشمېرقومي مشرانو د دغه ولسوالۍ د ولسوال د معرفي کولوپه مراسموکې د اسلامي امارت د نظام ملاتړ وکړ او په هېواد کې د یوالي او د یوبل منلوغوښتنه وکړه.
د باخترآژانس د سیمه یزخبریال د خبرله مخې، د جوزجان والي داملا شعیب وویل : اسلامي امارت د خلکو د غوښتنو د تحقق په موخه له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه نه کوي او د مرکز او ولسوالۍ ترمنځ واټن لرې کوي او د خدمتونو انډولیززمینه برابروي.
د جوزجان والي د څرګندونوله مخې، د اسلامي امارت په بریا او د اشغال په پای ته رسېدوسره د افغانستان خلک له جګړې او تاوتریخوالي څخه لرې یو آرام ژوند ترلاسه کړی دی او باید د هېواد په آبادۍ او پرمختک کې د اسلامي امارت د نظام ترڅنګ ودرېږي.
د مراسموپه پای کې سیمه ییز امنیتي مسوولینو او قومي مشرانو مولوي صلاح الدین ایوبي یې د جوزجان د فیض آباد ولسوال په توګه معرفي کړاو له هغه څخه وغوښتل په دغه ولسوالۍ کې د انډولیزامنیت او پراختیا په تامینولوکې زیاتې هلې ځلې وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته