خبرونهفرهنګ

د جوزجان د لرغونوساحو د بیا رغاونې کاردوام لری

کابل / د لیندی ۸ / باختر
په جوزجان کې د څو لرغونوساحو د بیا رغاونې کارشپېته سلنه پرمخ تللی او ژربشپړېږي.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، په شبرغان ښارکې د حضرت ابن یمین شبرغاني آرامګاه، جومات، مدرسې او د حجرې د بیا رغاونې کارد اطلاعاتواو فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ۲۲ میلیونوافغانیوپه لګښت پیل شوی دی او ډيرژرګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي چې د دغو لرغونوساحو د بیا رغاونې کارپه بشپړېدوسره کورني او بهرني سیلانیان کولای شي دغه لرغونې ساحې وګوري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته