خبرونهښوونه او روزنه

د جوزجان د پوهني رييس: له پوهنې سره د خلکو همکاري ضروري او ګټوره ده

کابل، د زمري٤مه، باختر

د جوزجان په خماب ولسوالۍ کي د ښوونځيو په فعال ساتلو کې د خلکو همکاري يو ضروري کار دى.

دغه ټکى د جوزجان د پوهني رييس مولوي محمدطاهر جواد د خماب ولسوالۍ له خلکو  سره په غونډه کې څرګند کړ.

نوموړي زياته کړه چې د پوهنې له رياست سره د خلکو همکاري د پوهنې د ستونزو په حلولو کې اغيزمن دى او خيرغوښتونکي هم بايد د ښوونځيو په جوړولو او د پوهنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د خماب ولسوالۍ يوشمېر مشرانو او عالمانو په دې ولسوالۍ کې  د ښوونځيو د ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه.

دوى د ښوونځيو د ودانيو، خيمو، فرشونو او د څښاک اوبو د نشتوالي په اړوند د دغې ولسوالۍ  د پوهنې ستونزې وبللې.

د جوزجان د پوهنې رييس د دغې ولسوالۍ له خلکو څخه په قدردانۍ سره وويل دوى هڅې کوي چې د مرکز په ګډون د جوزجان ولايت د ټولو ولسواليو د پوهنې ستونزې حل کړي.

د يادونې وړ ده چې څو خيمې او يوه اندازه قرطاسيه د خماب د پوهنې مسوولينو ته وسپارل شوه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته