ټولنه

د جوزجان مسوولينو په شبرغان کې د يوناما له استازو سره په خپله کتنه کې پراسلامي امارت د امريکا د بندېزونو د لرې کولوغوښتنه وکړه

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
په شمال زون کې د ملګروملتو سازمان يا يوناما مسوول ايلين فلاويس د جوزجان له سيمه يزو مسوولينو سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په افغانستان کې د يوناما ماموريت له تمديدولو وروسته دا د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته د ملګروملتوسازمان يا يونوما د مسوولينو اوغړودويم سفر دى.
په شمال زون کې د ملګروملتو سازمان يا يوناما مسوول ايلين فلاويس د دغه سازمان له يوشمېر نورو غړو سره د جوزجان مرکز شبرغان ښارته په خپل رسمي سفر کې د جوزجان ولايت له سرپرست اود دغه ولايت له نورو مسوولينوسره وکتل.
په دې کتنه کې فلاويس د روغتيا،روزنې ، کرنې ، لوړو زده کړو او بشردوستانه مرستې د دغه سازمان له نورو فعاليتونو څخه وبلل او په ښوونځيو او پوهنتونونوکې يې د نجونوپه زده کړې ټينګاروکړ.
د جوزجان سيمه ييزو او امنيتي مسوولينو د افغانستان له خلکو سره د ملګروملتوسازمان د مرستو اوهمکاريو په خاطر په قدرداني سره وويل چې د افغانستان د خلکو پيسې بايد د امريکا له خوا ازادې او لګول شوي بندېزونه لرې کړاى شي.
په دې کتنه کې د جوزجان امنيه قوماندان ملا سراج وويل چې اسلامي امارت په خپلو ژمنو په متحدانه ډول ولاړ دى او د ملګروملتو سازمان او د هغوي دفترونو د امنيت د تامينولو لپاره چې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستوته دوام ورکړى دى له هيڅ راز هلوڅلو څخه ډډه نه کوي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته