ټولنه

د جوزجان په مرکز کې د يو جومات د جوړولو کار پيل شو

کابل /د مرغومي ٦مه /باختر
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پرون د يوې جامع جومات د جوړولو کار پيل شو.
د جومات د جوړولوکار مسوول انجنير حاجي محمد د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه جومات د ٧٨٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې د ١٥٠زرو امريکايي ډآلرو په لګښت په دوو پوړونوکې په يوکال کې په پاخه اواساسي ډول جوړېږي چې په يووخت کې به د ٢٠٠٠ لمونځ کوونکوظرفيت ولري.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ د دغه جومات د جوړولولګښت د خير غوښتونکو کسانواود شبرغان ښارد ( اچ) پروژې د خلکو له خوا ورکول کېږي
د جوزجان ولايت د ارشادحج اواوقافو رييس مفتي عتيق الله وليد وويل چې د جومات جوړول جاريه صدقه ده اومسلمانان بايد د جوماتونود جوړولو لپاره يوموټي شي اود خپل توان په اندازه مرسته وکړي.
هغه وويل، د دغه جومات ځمکه د يو خير غوښتونکي شخص ورثه په وړيا ډول ورکړې ده .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته