ټولنه

د حيرتانو دڅارنوالۍ رييس دبى کيفيته اوړو پلورنې په تور ونيول شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
دحيرتانو د ښارګوټي  دڅارنوالۍ رييس او د دغه بندر څلور تنه نور کارکونکي چې يو تن يې له ادارې فساد سره دمبارزې دادارې کارکوونکى او درې تنه نور يې  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  کارکوونکي دي   له دندو څخه د  ناوړې استفادې په   جرم   پرون د  لويې  څارنوالۍ   په  لارښوونه ونيول شول .
د لويې څارنوالۍ  ويندوى  بصير عزيز دباختر آژانس خبريال ته وويل  :
د روسيې دولت پخوا  اووه سوه څلويښت ټنه اوړه  له افغانستان مرسته کړې وه
خو دغه اوړه له   ويشلو پرته   دحيرتانو په   بندرکې پاتې  شوي و .
لويې څارنوالۍ  دموضوع له څيړنې وروسته له  دې امله چې اوړه خپل کيفيت له لاسه ورکړى و دهغه دله منځه وړلو حکم کړي دخودحيرتانو د ښارګوټي دڅارنوالۍ  رييس   د دغه   بندر د  پنځو  تنو کارکونکو په همکارۍ چې له ادارى   فساد سره دمبارزې کارکونکي هم په دغو کسانو کې شامل دي غوښتل څلور سوه  ټنه اوړه د يوسلو شلو زرو  ډالرو په   بيه  د مزارشريف   په  دوکاندارانو وپلوري  چې دحيرتانو دڅارنوالۍ  دموظف هيت له خوا  رييس او څلور تنه  نوريې  ونيول شول   او يو تن تښتيدلى دى  چې دهغه دنيولو لپاره هڅې دوام لري.
دعزيزي دڅرګندونوله مخې :  دغه کسان دبلخ ولايت  دمشرتابه هيت په مرسته او ملاتړ نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته