امنیت

دملي دفاع وزارت خبرتيا

کابل باختر د تلي شلمه :
دملي دفاع وزارت خبرتيا
دملي دفاع وزارت او ستردرستيز پنځوس تنه نجونې دافسرۍ په ښوونځي کې مني .
داوطلبان دې بايد 
_ دتابعيت تذکره ولري او د داوطلب عمر له شپږ ويشتو کلونو څخه زيات نه وي .
له بشپړې  روغتيا او ځواکمنتيا څخه برخمنې وي .
داوطلب  بايد مجرد وي دنوم ليکنې  په وخت کې دداوطلب شرعي  محرم اويا دکورنۍ  يوتن غړى ورسره وي .
جرمي سابقه ونه لري او په نشه يي توکو روږدې نه وي له دې امله ددولسمو ټولګيو او له هغه څخه دلوړو زده کړو فارغانو ته خبر ورکول کيږي چې دنوم ليکنې په مقصد دې  دروان کال دتلې دمياشتې له ٢٠ نيټې څخه دلړم دمياشتې تر ٣ نيټې  پورې په مرکز او ولايتونو کې دجلب او جذب  قوماندانيو ته ورشي .
ازموينه  دروان کال دلړم دمياشتې دشپږمه نيټه  په کابل کې اخستل کيږي دنورو اسانتياو تر څنګ  مدد معاش  په مياشتنۍ ډول ورکول کيږي  او دتعليماتو  له پاى ته رسولو  وروسته داوطلب ددويم بريدمنۍ په رتبه  فراغت ترلاسه  کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته