سیاست

د حکومتونو د خلکو د رضایت کچه د ادارو له مثبتو فعالیتونو سره مستقیم تړاو لري

کابل / د لیندۍ ۲۴مه / باختر
دغه څرګندونې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس مولوي کرامت الله آخند زاده د تعییناتو بورډ، د شکایتونو د څېړلو بورډ، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د ملکي خدمتونو عمومي ریاست د آمریتونو له کارکوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کار د ښه والي پر لارو چارو، د عامه ادارې په اډانه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ونډې، د اداري واحدونو ترمنځ د کاري همغږۍ او د چارو مخ بیولو په برخه کې د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
مولوي کرامت الله آخند زاده ټولنې ته د خدمت کولو په برخه کې د کارکوونکو هڅې او ژمنې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د یوې ادارې بریا د هغې ادارې د کارکوونکو له ژمنې او رېښتینولۍ سره تړاو لري؛ ځکه له ژمنې، رېښتینولۍ او تخصص پرته، د چارو اصلاح او د کارونو منظم کېدل ناشوني دي.
آخند زاده زیاته کړه چې د حکومتونو د خلکو د رضایت کچه د ادارو له مثبتو فعالیتونو سره مستقیم تړاو لري او باید زموږ ټولو هڅه دا وي چې د خلکو قناعت او رضایت ترلاسه شي. هغه له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي او د یوې شفافې او ځواب ویونکې ادارې د جوړولو لپاره دې خپلې هڅې و نه سپموي.
په همدې حال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس څرګنده کړه چې دغه اداره د کاري پروګرامونو د تطبیق لپاره، د کارکوونکو د اغېزمنو طرحو او وړاندیزونو هرکلی کوي.
په پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې کارکوونکو خپلې طرحې او وړاندیزونه د دغې ادارې له رییس سره شریک کړل.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته