امنیت

په هلمند کې دطالبانو په سنګرونو مرګاني بريدونه

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :        
دوولس تنه ډاراچوونکي په هلمند ولايت کې دنويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغوطالبانو تيره شپه   کله چې دلښکرګاه ښار ته څيرمه ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، بريد وشو.
دهېواد په  جنوب کې  دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس ته وويل  ؛چې  دهېواد هوايي ځواکونوپه دغو بريدونو کې ١٢تنه وسله وال طالبان ووژل او دهغوى څو مرکزونه دړې وړې کړل.
ديوبل خبرله مخې ؛ پوځيانو  دوسله والوطالبانو  د جنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شول.
له دغې ډيپو څخه چې دلښکرګاه ښار ته څيرمه کشف شوه  يوشمير  سپکې او  درندې وسلې  ترلاسه شوي.
ديوبل خبرله مخې ؛  پوځيانو په هلمندولايت کې ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه  ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو  نن سهار  دلښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو اوله ګرشک ولسوالۍ څخه ٤ ماينونه کشف اوشنډکړل.
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه ماينونه دوسله والو طالبانوله  خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ  کړاى شوي وو.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته