فرهنګ

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال د ادبي ټولنو غړو او شاعرانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل / د لړم ۳ مه / باختر
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شاه حسین د دغه ولایت د ادبي ټولنو له غړو، شاعرانو او ځوانانو سره په ناسته کې دوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
مولوي شاه حسین وویل چې خوست د ادب ، فرهنګ او په نورو برخو کې فعال ولایت شمېرل کېږي، هغه له شاعرانو او د ادبي ټولنو له غړو غوښتنه وکړه چې ادبي ناستې ، مشاعرې او نور فرهنګي فعالیتونه غښتلي او بډایه کړي.
په همدې حال کې د حیدرخېل ادبي بهیر مشر شاکر الله شاکر وویل چې له دې وروسته به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ مسلسلې فرهنګي ناستې ترسره کوي او خپل فعالیتونه به لا پراخ کړي.
د خوست د مرکز او ولسوالیو د ادبي ټولنو مسوولینو او غړو په خپل وار سره خپل نظرونه او غوښتنې شریکې کړې چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته