ورزش

د خوست د کرکټ لوبغالی بیا ورغاول شو

کابل / د وږي ۱۰ / باختر
د خوست د کرکټ لوبغالی ورغاول شو او ټاکل شوې ده ډير ژرپرانیستل شي.
د لوبې بيا کتنې، د لېدونکو د ظرفیت د لوړولو ، اود سترو ټلویزیونونو د نصبولولپاره د ځانګړی مرکزجوړول د خوست د کرکټ د لوبغالی د بیا رغاولو په پروژه کې شامل و.
له بلې خوا هم د لوبغالی د برېښنا سیستم اوس لمریز دی او دهغه چراغونه په لمريزې برښنا روښاونه کېږي.
دغه لوبغالی د افغانستان د کرکټ بورد په لګښت بیا رغاول شوی دی.
د افغانستان د کرکټ بورد یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د خوست لوبغالی ګټې اخیستنې ته چمتودی او ټاکل شوې ده ډیرژرپرانیستل شي.
ورزشکاران د دغه لوبغالی له جوړېدو خوښ دي او وايي چې دغه لوبغالی به د خوست د ځوانانو ترمنځ د کرکټ لوبې د ودې سبب شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته