ټولنه

د خوست د ګربز سیمې قومي مشرانو له والي سره وکتل

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
د خوست د ګربز سیمې قومي مشرانو او دیني عالمانو په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له والي محمد نبي عمري او د پوځي برخې له لوړ پوړو مسوولینو سره وکتل.
دوی وویل چې د ګربزو ولسونه چمتو دي چې له اسلامي امارت سره یوځای د هېواد په آبادۍ او یووالي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
په همدې حال کې د خوست والي محمد نبي عمري وویل چې د ګربزو سیمې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو تل د اسلامي امارت سره په سختو شپو ورځو کې همکاري کړې او لا هم اړتیا ده چې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
\ ن ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته