خبرونهاقتصادټولنه

د خوست هوايي ډګر د سمسورتیا په موخه تفریحي پارک جوړ شو

کابل/ وري۳۰ مه / باختر

د خوست په هوايي ډګر کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یو تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د هوايي ډګر آمر حاجي بهرام موسی، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.

مرستیال والي د هوايي ډګر د آمر حاجي بهرام موسی څخه مننه وکړه، چې د خوست هوايي ډګر د ښکلا او مسافرینو د تفریح لپاره يې  تفریحي پارک جوړ کړ.

ورپسې د دغه هوایي ډګر مسوول حاجي بهرام موسی ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې دغه پارک یې د هوایي ډګر د ښکلا او مسافرینو د تفریح لپاره په شخصي لګښت جوړ کړی، چې شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې خوست د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکو يې د سمسورتیا په موخه په وار وار په خپلو شخصي پیسو ورته پروژې پلې کړې دي.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته