امنیت

د خوست – کابل د لویې لارې امنیت د پخوا په پرتله ډاډمن شوی دی

کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د خوست – کابل ترمنځ غځیدلې لاره چې شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره ده، له پکتیا او لوګر ولایتونوڅخه تېرېږي.
په دغه لاره کې یوه میاشت وړاندې هره ورځ بریدونه، غلا او جنايي پېښې ترسره کېدې؛ خو له کله نه چې د اسلامي امارت مسوولینو واک ترلاسه کړی، پر یاده لاره هېڅ ډول غلاوې او جنايي پښې نه دي ترسره شوي.
شېر احمد د خوست اوسېدونکی دی، هغه له یاد ولایت څخه کابل ته ټکسي موټر چلوي، شېر احمد وايي چې په دغو وروستیو کې ځیني موټر چلوونکي آن د شپې هم د خوست – کابل پر لویه لاره تګ راتګ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا په هېواد کې د ټولو لویو لارو امنیت ډاډمن نه و، هره ورځ په کې غلاوې او نوره ډول ډول جنايي پېښې رامنځ ته کېدې، چې خلک یې اندېښمن کړي و.
د خوست مطبوعاتي مسوول قاري اخترمحمد عکرمه وايي: هڅه یې پیل کړي چې د خوست – کابل ترمنځ د غځیدلې لارې امنیت نورهم خوندي کړي چې موټر چلوونکي په ډاډه زړه تګ او راتګ پرې وکړي.
هغه وویل چې د خوست ولایتي اداره په دې هڅه کې ده چې د یادې لارې په اوږدو کې هر ولایت په خپله مربوطه سیمه کې د لارې امنیت نور هم خوندي کړي.
د چاروکارپوهان په دې باور دي چې د لویو لارو امنیت په خونديتوب سره نه یوازې د خلکو ستونزې اوارېږي، بلکې د هیواد پراقتصادي حالت هم مثبت اغېز درلودلی شي، نو اړتیا ده چې اسلامي امارت په هیواد کې د ټولو لویو لارو امنیت خوندي کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته