نړۍ

د خوړو نړيوال پروګرام د فرانسې له حکومته مننه وکړه

– نړيوالې خبري سرچېنې / د لړم٢٥/ باختر:
د خوړو نړيوال پروګرام د فرانسې له حکومته مننه وکړه چې په افغانستان کې يې له دغه پروګرام سره د٢٥ ميليونه او ٥ سوه زره يورو مرسته کړې ده.
نيمايي افغانان خوراکي مرستو ته بيړنۍ اړتيا لري او د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام بېلابېل هېوادونه هڅوي چې له افغانستان سره خپلې مرستې زياتې کړي.
دې زياته کړه ٢٢ ميليونه او ٨ سوه زره افغانان خوراکي توکو ته سخته اړتيا لري او دهغو افغانانوشمېرچې اوس د خوړو نړيوال پروګرام ته د مرستې لپاره مراجعه کوي هيڅکله دومره زيات نه و.
دې وويل چې په داسې حالت کې د فرانسې له مرستې ډيره خوشحاله ده.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته