ټولنه

د خوړو نړیوال سازمان له څلورو میلیونو اړو کسانو سره مرسته کړې ده

کابل/ د مرغومي ١١ مه / باختر:
د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان د تېر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د هېواد په شمال او شمال ختیځ په اوو ولایتونو کې له څلورو میلیونو اړو کسانو سره د مرستې خبر ورکړ.
په شمال زون کې د خوړو د نړيوال سازمان مسوول نجيب الله رحماني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغې موسسې د خپلو انساني او ټولنيزو مسووليتونو له مخې د هېواد په شمال او شمال ختيځو سيمو کې اړ کسان په نښه کړي او د خوراکي او نغدي مرستو په وېشلو سره يې تر پوښښ لاندې راوستي او په ټولنه کې يې د بېوزلۍ په کمولو کې ډېر مهم رول لوبولى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه مرستې به په راتلونکي کال کې د هېواد په شمال حوزه کې پر څه باندې شپږ ميليونو بېوزلو کسانو ووېشل شي.
رحماني زياته کړه: دغه مرستې د بېړنيو حالاتو، د بېوزلۍ تر کرښې لاندې خلکو، خوارځواکي، د شېدو ورکوونکو ميندې، خوارځواکي ماشومان او بزګرانو ته د مرستې په برخو کې ورکول کېږي.
هغه کورنۍ چې د نړیوال خوراکي پروګرام له نغدي مرستو څخه برخمنې شوي هم د جګړې او طبیعي پېښو له امله د بېځایه شویو کورنیو لپاره د سازمان او مرستندویه ادارو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي غوښتنه کوي.
د فارياب اوسېدونکى شکرالله چې تر يوې خېمې لاندې ژوند کوي،هم د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه او د لا ډېرو مرستو غوښتنه يې وکړه.
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه هم وويل: د ملګرو ملتونو د موسسو د مرستو تر څنګ دولتي خيريه بنسټونو هم په بلخ ولايت کې له ٣٠ زره بېوزلو او بېځايه شويو کورنيو سره مرسته کړې دي .
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته