ټولنه

د خیرخانې کوتل د اتصالي سړک د پلیولارو د جوړولو کار د کابل تربادام باغ ساحې پورې پیل شوی دی

کابل / د لیندۍ / ۹ / باختر
د کابل ښاروالۍ د خیرخاني کوتل د اتصالي سړک د پلیولارو د جوړولو کار د بادام باغ ساحې پورې پیل کړی دی.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د کابل ښاروالۍ د ګنې ګونې د کمېدو او د ښاري اقتصاد د ودې په موخه د خیرخانې کوتل د اتصالي سړک د جوړولو کار د کابل ۱۷ ناحیې ته څېرمه تربادام باغ ساحې پورې د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۸ اعشیاریه ۶ متروپه سور څه موده مخکې بشپړکړی و.
اوس د کارریاست او د کابل ښاروالۍ د څارنې او ساتنې کارکوونکو د دغه سړک د پلیو لارو د جوړولوکاریې د ۶۲۰ مترو په اوږدوالی پیل کړی دی.
دغه اتصالي سړک چې د خیرخانې عمومي سړک یې د سرای شمالي ټپې له لارې له بادام باغ سړک سره نښلوي ، له دې لارې څخه په استفادې سره د سرای شمالي د څلورلارې ګنې ګونې به کمې شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته