خبرونهامنیت

د داعش د هدفمندو بريدونو يوه ډله په ننګرهار کې ونيول شوه

کابل / د ليندۍ ١١مه / باختر
د داعش ډلې د هدفمندو بريدونو د یو غړي په ګډون څلور داعشيان په ننګرهار کې ونيول شول.
دغه داعشيان تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو مامورینو په عملياتو کې د چپرهار ولسوالۍ بازار ته څېرمه ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په يادو عملياتو کې څلور داعشيان نيول شوي دي.
هغه تائيد کړه چې په نيول شويو کسانو کې د داعش ډلې د هدفمندو بريدونو يو غړى هم شامل دى.
دغه کس چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، تراوسه په ننګرهار کې د قومي مشرانو او پوځي افسرانو په ترور کې لاس درلود.
په يادو عملياتو کې د داعشیانو لسګونه جنګي وسايل له هغه جملې څخه بمونه او ماينونه د پوحيانو لاسته ورغلي دي.
د څه ناڅه يوې مياشتې په بهير کې نږدې ٣٠ داعشيان په ننګرهار کې نيول شوي دي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته