کابل /د وري ٤مه / باختر
د داعش ډلې د هدفمندو ترورونو د شبکې يوغړى په ننګرهار کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
په دغه ډار اچوونکى تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري په ساحه کې د ملي امنيت د ځواکونوله خوا بريد وشو.
د ننګرهار د ملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې په عملياتوکې يو ډار اچوونکى چې د داعش د ډلې د هدفمندو ترورونو د شبکې غړى و ، ونيول شو.
نيول شوى سړى په ننګرهار کې د دولت او د پوځيانو په هدفمندو ترورونو اعتراف کړى دى .
داعشيانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم- ج- ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ