خبرونهامنیت

د داعش ډلې د يو جګپوړي غړى په ګډون څلور داعشيان ونيول شول

کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
د داعش ډلې يو جکپوړي غړى له دريو نورو داعشيانو سره د هېواد په ختيځ کې د يو لړ عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دغه داعشيان د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د ننګرهار او کونړ په ولايتونوکې ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې يو جګپوړى پوځي مقام باختراژانس ته وويل: دغه داعشيان د هېواد په ختيځ کې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
هغه د داعش د دغه جګپوړي غړى نوم وا نه خست خو ويې ويل چې دغه داعشي د هېواد د ختيځ په ځينو سيمو کې د يوشمېر مرګانيو ډار اچوونکو بريدونو طرحه کوونکو و.
د يوې مياشتې په بهير کې يوشمېر داعشيان د هېواد په ختيځ کې نيول شوي دي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته