امنیت

د داعش ډلې يو سرګروپ ونيول شو

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د کورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې د رياست موظفينو د داعش د تروريستي ډلې يو سرګروپ پرون په ننګرهار ولايت کې ونيوه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نيول شوى سړى چې صبغت الله نوميږي او د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د قصبې د کلي اصلي اوسيدونکي دى او د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې يې تروريستي او ورانکار فعاليتونه ترسره کول چې د کورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې  رياست د  موظفينو له خوا د ننګرهار ولايت د هسکې مينې په ولسوالۍ کې د پوځيانو په عملياتوکې ونيول شو.
  د کورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې رياست موظفين وايي چې نيول شوى سړى د ننګرهار ولايت د هسکې مينې په ولسوالۍ کې د داعش د تروريستي ډلې د پوځي مسوول قاضي ناصرمرستيال و او په خل جرم يې اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته